لینک های دسترسی

په افرېقا کی د هندی عسکرو  باندی د جنسی تېری تورونه


د هند حکومت واېې خپلو هغو عسکرو ته به ډېره سخته سزا ورکړی چه په افرېقا کی د سولې دساتلو په عملېاتو دگډون په وخت پری په افرېقاېې ماشومانو باند ی دجنسی تېری تورونه لول شوی دی.

دهند د پوځی قوماندانان واېې چه په دی باب ېې خپل تفتېش شروع کړی دی او که په عسکرو باندی ېې دملگرو ملتونو له خوا لگول شوی الزامونه درست ثابت شول نو سخته تادېبی سزا به ووېنی.

په روانه هفته کی ملگرو ملتونو اعلان وکړ داسی شواهد ېې لاس ته راوړی دي چه ښېې هندی عسکرو دکانگو په دېموکراتېک جمهور رېت کی څو کاله مخکی په ماشومانو باندی جنسی تېری او ظلم کړی ؤ.

که څه هم چه ددی راپور پوره تفصېلات لانه دی ښکاره شوی، خو د ملگرو ملتونو ماموران واېې چه کانگو په ماسېسی نومې سېمه کی خپلی پوې اډې ته نژدی، هندی عسکرو په ماشومانو باندی څو وارې تېری کړی ؤ.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکېمون ددی راپورونو په هکله خپله ژوره خواشېنی څرگنده کړی ده. د ملگرو ملتونو په دی راپور کی دهند د حکومت نه غوښتنه وشوه چه د خپل جزاېې قانون سره سم باېد دغو عسکرو ته لازمه سزا ورکړی.

په کانگو کی په ماشومانو باندی د تېری نه علاوه په پاکستانی او هندی عسکرو باندی دا الزامونه هم لگېدلی دی چه د کانگو نه ېې دسروزرو په قاچاق او غلا کی لای لره.

هند په کانگو کی تقرېبا سل تنه عشکر دسولې ساتلو په وخت له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG