ټاکل شوې ده چی د اسراییلو یو کمېسیون نن په کال ٢٠٠٦ کی د لبنان د حزب الله له ډلی سره په جگړه کی د سلوک په باب یو رپوټ خپور کړی.
ددغه کمېسیون د رپوټ یوه نسخه به د اسرایلیو صدر اعظم ایهود اولمرټ ته وسپارله سی. او لږ وروسته به د کمېسیون غړی یو خبری کنفرانس ورکړی.
ددغه هیات د تحقیقاتو مقدماتی نتایج د تېر اپرېل په میاشت کی خپاره سوی وه.
په هغه رپوټ کی په هغه جنگ کی د سلوک په باب د اسراییلو پر حکومت او پوځ باندی سخت انتقادونه شوي وه.
په دې رپوټ کی په تېره بیا ښاغلی اولمرټ په دې تورن سوی دی چی د مناسب پلان له درلودلو پرته یې جنگ ته مخه کړې وه.